كابل 12 جنوري (اے پي پي) په افغانستان كښې د ډزو په دوه بېلا بېلو پېښو كښې 5 كسان وژل شوي دي. د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت نائب وياند حقيل جان اعظم وئيلي دي چې په ختيځ لغمان ولايت كښې د سورخان په سيمه كښې د ډزو په يوه پېښه كښې د يوې كورنۍ 4 كسان مړه او يو ژوبل شوے. بريد كوونكي تښتېدلي دي خو امنيتي چارواكو …
په افغانستان كښې په دوه بېلا بېلو پېښو كښې 5 كسان وژل شوي
كابل 12 جنوري (اے پي پي) په افغانستان كښې د ډزو په دوه بېلا بېلو پېښو كښې 5 كسان وژل شوي دي. د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت نائب وياند حقيل جان اعظم وئيلي دي چې په ختيځ لغمان ولايت كښې د سورخان په سيمه كښې د ډزو په يوه پېښه كښې د يوې كورنۍ 4 كسان مړه او يو ژوبل شوے. بريد كوونكي تښتېدلي دي خو امنيتي چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي. پېښه ذاتي دښمني معلومېږي. بله پېښه د بغلان ولايت په سرښار پل خمري كښې د سيمنټ په كارخانه كښې رامېنځ ته شوې چې ته چې يو انجينئر وژل شوے. د ولايت چارواكو د پېښې تصديق كړے دے.












