كابل ، استاد فېض الله جلال راخوشې كړے شو

كابل 12 جنوري (اے پي پي) په افغانستان كښې د كابل پوهنتون استاد فېض الله جلال كوم چې د خلقو راپارولو په تورونو كښې نيول شوے و، راخوشې كړے شوے. د المان خبر رسنې ادارې له مخې د پروفېسر فېض الله جلال لور حسينه جلال په خپل ټويټ كښې د خپل پلار د خوشې كېدو تصديق كولو سره وئيلي دي چې د هغې پلار څلور ورځې پس خوشې كړے شوے. …

كابل 12 جنوري (اے پي پي) په افغانستان كښې د كابل پوهنتون استاد فېض الله جلال كوم چې د خلقو راپارولو په تورونو كښې نيول شوے و، راخوشې كړے شوے. د المان خبر رسنې ادارې له مخې د پروفېسر فېض الله جلال لور حسينه جلال په خپل ټويټ كښې د خپل پلار د خوشې كېدو تصديق كولو سره وئيلي دي چې د هغې پلار څلور ورځې پس خوشې كړے شوے. حسينه جلال په واشنګټن كښې د جارج ټاٶن پوهنتون فيلو ده او د خپل پلار خوشې كېدو لپاره ئې په سوشل مېډيا كمپائن پېل كړے و. استاد جلال د افغانستان په مشرتابه سختې نيوكې كولې. ده په تېر وخت كښې د پخوانو اولس مشرانو حامد كرزي او اشرف غني په پالېسو هم نيوكې كولې او خپل خيالات به ئې څرګندول.

مزید خبریں