آباد 24 مئي (اے پي پي) د راتلونكي مالي كال 18-2017 د كم او زيات 48 كهربه روپو وفاقي بجټ به(سبا) پارلمان ته وړاندې كوي۔د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار به د اوسني حكومت پرله پسې پنځم وفاقي بجټ وړاندې كوي۔د نوي مالي كال په بجټ كښې د اقتصادي پرمختګ لوړی شرحې٬مالياتي نظم ونسق پھ ځاې ساتلو ٬د غېر پرمختيائي خرڅونو كمولو٬د برآمدات او سرمايه كارۍ ودې٬عام خلقو ته …
د راتلونكي مالي كال 18-2017 وفاقي بجټ به(سبا) پارلمان ته وړاندې كولې شي

مزید خبریں
آباد 24 مئي (اے پي پي) د راتلونكي مالي كال 18-2017 د كم او زيات 48 كهربه روپو وفاقي بجټ به(سبا) پارلمان ته وړاندې كوي۔د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار به د اوسني حكومت پرله پسې پنځم وفاقي بجټ وړاندې كوي۔د نوي مالي كال په بجټ كښې د اقتصادي پرمختګ لوړی شرحې٬مالياتي نظم ونسق پھ ځاې ساتلو ٬د غېر پرمختيائي خرڅونو كمولو٬د برآمدات او سرمايه كارۍ ودې٬عام خلقو ته د رېليف وركولو او د اولس دوسته پالېسو د لارې سماجي او اقتصادي بهترۍ لپاره اقدامات كولو ته پام لرنه شوې۔په بجت ګښې غريبانانو لپاره زيات رېليف وركولو له د سماجي تحفظ پروګرام لپاره د فنډ زياتولو امكان هم دے۔د نوي مالي كال په بجټ كښې د سماجي څانګې پرمختګ نه علاوه محصولات زياتولو لپاره اقدامات او ګورننس بهترۍ سره سره په شحصي څانګه كښې سرمايه كارۍ زياتولو ته هم پام لرنه شوې۔د محصولاتو په اړه به حكومت د ټېكس وصولۍ نظام كښې بهترۍ له ٬ د ټېكس بنياد پراخا كولو او ټېكس وركونكو د آسانيو وركولو په شان اقدامات كولې شي۔د ذريعو له مخې په وفاقي بجټ كښې به د مجموعي قامي پیداوار شرح نمو 6 فيصده ته زياتولو لپاره مالياتي او پالېسي اقدامات معرفي كولې شي۔د وفاقي بجټ وړاندې كولو په لړ كښې چمتو والې نيولې شوې۔په دې مهال ټولو اړوندو وزارتونو او محكمو سره د تماس د لارې انتظاماتو ته حتمي شكل وركولې شي۔په بجټ كښې اولس ته رېليف وركولو لپاره د تيارۍ په وخت ټولو شراكتدارو سره مشاورت شوې۔د يادونې وړ ده چې قامي اقتصادي كونسل د مئي په 19مه نېټھ د وزيراعظم په مشرۍ كښې رتلونكي مالي كال لپاره د جي ډي پي شرح نمو هدف د شپږ فيصده ټاكلو منظوري وركړی وه۔اوسنې حكومت د روان كال پھ مهال په 5.3 فيصده شرح نمو په ترلاسه كولو كښې كاميابه شوې او اېن آئي سي راتلونكي مالي كال لپاره د 25 كهربه روپو د پرمختيائي پروګرام منظوري هم وركړی۔په دې كښې 1001 اربه روپۍ وفاقي پرمختيائي پروګرام او1112 اربه روپۍ صوبائي پرمختيائي پروګرامونو لپاره دي








