سېئول11 جنوري (اے پي پي) د سوئيلي كوريا جنګي الوتكه په غره لوېدو سره تباه شوې، په پېښه كښې د الوتكې پائيلوټ مړ شوے. د چينائي مېډيا له مخې د يونهاپ خبري اژانس د نهې په ورځ رپورټ وركړے چې د سوئيلي كوريا د فضائيه د 10م فائټرونګ اېف-5 اي جنګي الوتكه د ورځې په يو بجه 44 دقيقې د سيئول څخه 60 كلوميټره لرې په سوئيلي سيمه هواسيونګ كښې …
د سوئيلي كوريا جنګي الوتكه لوېدو سره تباه شوې، پائيلوټ مړ
سېئول11 جنوري (اے پي پي) د سوئيلي كوريا جنګي الوتكه په غره لوېدو سره تباه شوې، په پېښه كښې د الوتكې پائيلوټ مړ شوے. د چينائي مېډيا له مخې د يونهاپ خبري اژانس د نهې په ورځ رپورټ وركړے چې د سوئيلي كوريا د فضائيه د 10م فائټرونګ اېف-5 اي جنګي الوتكه د ورځې په يو بجه 44 دقيقې د سيئول څخه 60 كلوميټره لرې په سوئيلي سيمه هواسيونګ كښې په يوه غره رالوېدلې او پكښې موجود پائيلوټ مړ شوے. د پېښې سبب لا تر اوسه نه دے معلوم شوے.












