په مصر كښې درياب ته د مسافرو ګاډي لوېدو په پېښه كښې 2 كسان مړه او 8 بې دركه شوي دي

قاهره 11 جنوري (اے پي پي) په مصر كښې درياب ته د مسافرو ګاډي لوېدو په پېښه كښې 2 كسان مړه او 8 بې دركه شوي دي، د پېښې په مهال 14 كسان ژوندي بچ كړې شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د مصر چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه په مونشاط الكنطر سيمه كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د مسافرو ګاډې په نيل درياب كښې پرېوتې او …

قاهره 11 جنوري (اے پي پي) په مصر كښې درياب ته د مسافرو ګاډي لوېدو په پېښه كښې 2 كسان مړه او 8 بې دركه شوي دي، د پېښې په مهال 14 كسان ژوندي بچ كړې شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د مصر چارواكو وئيلي دي چې دا پېښه په مونشاط الكنطر سيمه كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د مسافرو ګاډې په نيل درياب كښې پرېوتې او په نتيجه كښې ئې 2 مسافر مړه او 8 بې دركه شوي دي. چارواكو وئيلي دي چې د پېښې په مهال 14 مسافر بچ كړې شوي دي او د بې دركه كسانو لټون روان دے.

مزید خبریں