منيلا 11 جنوري (اے پي پي) د فلپائن په زندان كښې د نښتې په نتيجه كښې 6 بنديان مړه او 33 ژوبل شوي دي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې چارواكو وئيلي دي چې دا نښته د نېشنل كېپيټل ريجن په كالوكان ښار په زندان كښې د مخالفو ډلو ترمېنځه رامېنځ ته شوې ده. د چارواكو له مخې په نښته كښې 6 بنديان مړه او 33 ژوبل شوي دي. …
د فلپائن په زندان كښې د نښتې په نتيجه كښې 6 بنديان مړه او 33 ژوبل شوي
منيلا 11 جنوري (اے پي پي) د فلپائن په زندان كښې د نښتې په نتيجه كښې 6 بنديان مړه او 33 ژوبل شوي دي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې چارواكو وئيلي دي چې دا نښته د نېشنل كېپيټل ريجن په كالوكان ښار په زندان كښې د مخالفو ډلو ترمېنځه رامېنځ ته شوې ده. د چارواكو له مخې په نښته كښې 6 بنديان مړه او 33 ژوبل شوي دي. په زندان كښې امنيت ټينګ كړے شوے. په دې زندان كښې 1900 بنديان موجود دي، خو ګنجائش د 200 كسانو نه هم كم دے.












