لاهور 24 مئي (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد ذكاالله وئيلي دي چې پاكستان امن خوښوونكې هېواد دے كوم چې د خپلو اقتصادي او امنيتي ګټو ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي٬ په اوسني صورتحال كښې د يو قوي بحري فورس ضرورت د وړاندې په نسبت زيات شدت سره محسوس كولې شي۔ ده دا خبرې د 46م پاكستان نيوي سټاف كورس كانووكېشن دستورې ته د وېنا كولو په …
پاكستان امن خوښوونكې هېواد دے كوم چې د خپلو اقتصادي او امنيتي ګټو ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي

مزید خبریں
لاهور 24 مئي (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد ذكاالله وئيلي دي چې پاكستان امن خوښوونكې هېواد دے كوم چې د خپلو اقتصادي او امنيتي ګټو ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي٬ په اوسني صورتحال كښې د يو قوي بحري فورس ضرورت د وړاندې په نسبت زيات شدت سره محسوس كولې شي۔ ده دا خبرې د 46م پاكستان نيوي سټاف كورس كانووكېشن دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ دا دستوره په پاكستان نيوي وار كالج لاهور كښې وشوه۔ د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد ذكاالله په دستوره كښې خاص مېلمه و۔ خاص مېلمه په دستوره كښې د پاک بحریه ،پاک آرمي، پاک فضائیه 43 او د دوست هېوادونو اردن، انډونېزيا ،بنګله دېش ،چین ،سری لنکا ،سعودی عرب، متحدہ عرب اماراتو، مالېزيا، مصر ،میانمر او د نائیجریا 20 آفسرانو ته د وار سټیډیز (میري ټائم) د ماسټرز سندونه وركړې شول۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې اېډمرل محمد ذكاالله ووئيل چې د وسيلو او د اثر و رسوخ لټولو بدلون او غېر يقيني په نړۍ كښې همسرې او نوې صف بندي پېدا كوي۔ زمونږ د منطقې د هېوادونو پام د سمندر په پلو راګرځي او د بحري ځواكونو په ستراتېژيكي او روايتي انداز پرمختګ وركولو لپاره زياته سرمايه كاري كولې شي۔ ده ووئيل چې پاكستان امن خوښوونكې هېواد دے كوم چې د خپلو اقتصادي او امنيتي ګټو ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي٬ په اوسني صورتحال كښې د يو قوي بحري فورس ضرورت د وړاندې په نسبت زيات شدت سره محسوس كولې شي۔ د سمندري پوځ مشر ګرېجوېټنګ افسرانو ته مباركي وركړه او د كالج عزم او د نېشنل ډيفنس پوهنتون مرسته وستائيله۔ په دستوره كښې سول شخصياتو او د پاكستان د وسله والو ځواكونو سينئر افسرانو هم ګډون وكړو








