شمالي كوريا په يوه اونۍ كښې د مېزائل دوهمه كاميابه تجربه وكړه

سېئول 11 جنوري (اے پي پي) شمالي كوريا په يوه اونۍ كښې د مېزائل دوهمه كاميابه تجربه وكړه. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د سوئيلي كوريا جوائنټ چيفس آف سټاف په يو بيان كښې وئيلي دي چې شمالي كوريا د نهې په سهار په ممكنه توګه د بېلسټك مېزائل تجربه كړې ده كوم چې د خشكې څخه د ختيځ سمندر په پلو ويشتل شوې. د جاپاني كوسټ ګارډز …

سېئول 11 جنوري (اے پي پي) شمالي كوريا په يوه اونۍ كښې د مېزائل دوهمه كاميابه تجربه وكړه. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د سوئيلي كوريا جوائنټ چيفس آف سټاف په يو بيان كښې وئيلي دي چې شمالي كوريا د نهې په سهار په ممكنه توګه د بېلسټك مېزائل تجربه كړې ده كوم چې د خشكې څخه د ختيځ سمندر په پلو ويشتل شوې. د جاپاني كوسټ ګارډز له مخې د شمالي كوريا لخوا د نهې په ورځ شوې د مېزائل تجربه د بېلسټك مېزائل پشان معلومېږي. د جاپان وزيراغظم وئيلي دي چې د شمالي كوريا لخوا پرله پسې د مېزائل تجربې ډېرې د افسوس وړ دي. د جاپانې مېډيا له مخې د شمالي كوريا مېزائل د جاپان د خاص اقتصادي زون نه بهر پرېوتې. د دې څخه وړاندې شمالي كوريا د شورو په ورځ د مېزائل تجربه كړې وه او دعوی ئې كړې وه چې دا د هائپر سونك مېزائل تجربه وه.

مزید خبریں