اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې پاكستان پرله پسې د اقتصادي پرمختګ په نتيجه كښې غېر ملكي سرمايه كارې لپاره پياوړې موقعې وړاندې كوي٬ د هېواد رېګولېټري او سپروائزري فرېم ورك ډېر ترقي پسند دے او نړيوالو سرمايه كارو ته د مرستې فضا وركوي۔ ده دا خبرې د سټېنډرډ چارټرډ بانك چيئرمېن جوزے وېنالز سره د شورو په ورځ په خبرو كښې …
پاكستان پرله پسې د اقتصادي پرمختګ په نتيجه كښې غېر ملكي سرمايه كارې لپاره پياوړې موقعې وړاندې كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې پاكستان پرله پسې د اقتصادي پرمختګ په نتيجه كښې غېر ملكي سرمايه كارې لپاره پياوړې موقعې وړاندې كوي٬ د هېواد رېګولېټري او سپروائزري فرېم ورك ډېر ترقي پسند دے او نړيوالو سرمايه كارو ته د مرستې فضا وركوي۔ ده دا خبرې د سټېنډرډ چارټرډ بانك چيئرمېن جوزے وېنالز سره د شورو په ورځ په خبرو كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان د بېنكارې څانګې وخت تېرېدو سره په متاثر كن او مستحكم انداز كښې كاركردګي ښودلې۔ ده ووئيل چې پاكستان اولس په رامځې ته كېدونكو منډيو كښې شمېرل كېږي۔ ده ووئيل چې د پاكستان سټاك ماركيټ په كال 2016م كښې په پنځو غوره سټاك ماركيټونو كښې شامل شوے دے او زمونږ اوسنې د جي ډي پي شرح نمو د 5.3 فيصد نه زياته ده۔ وزيراعظم سټېنډرډ چارټرډ بانك چيئرمېن جوزے وېنالز ته ووئيل چې د سرمايې په بنياد٬ په اثاثو او منافع كښې د غوره پرمختګ او نړيوال معياراتو سره هم اهنګې د پاكستان د بېنكارې څانګې سرمايه كارو لپاره په منطقه كښې ډېر د مسابقې مقام وركړے۔ ده ووئيل چې د سي پېك له مخې د توان او بنيادي ودانې په څانګو كښې د زياتېدونكې غېر ملكي سرمايه كارې سره د اقتصادي پرمختګ٬ او سرمايه كارې موقعې وړاندې كوي۔ وزيراعظم د سټېنډرډ چارټرډ بانك چيئرمېن د پاكستان د دورې هركلې كولو سره ووئيل چې سټېنډرډ چارټرډ بانك په پاكستان كښې تر ټولو پخوانې او په لويو نړيوالو بانكونو كښې دے۔ ده بانك د عزم ستائنه وكړه۔ د سټېنډرډ چارټرډ بانك چيئرمېن په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه او پاكستان سره ئې د مرستې لا زياتولو اظهار وكړو۔ په دې موقع د سټېنډرډ چارټرډ بانك چيف اېګزېكټو آفيسر او مېنجنګ ډائرېكټر ﴿نارتھـ﴾ هم موجود وو








