اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د سندھ ګورنر محمد زبير ليدلې دي ۔د ملاقات په مهال په سنده كښې د روانو پرمختيائي كارونو او كراچۍ كښې امن لپاره پھ روانو عملياتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پھ دې موقع د وفاقي فنډ څخه پیل شوې پروژو په اړه هم بحث وشو۔دواړو لارښود دې خبرې ته سلا شول چې كراچۍ عملياتو سره د …
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د سندھ ګورنر محمد زبير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د سندھ ګورنر محمد زبير ليدلې دي ۔د ملاقات په مهال په سنده كښې د روانو پرمختيائي كارونو او كراچۍ كښې امن لپاره پھ روانو عملياتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔پھ دې موقع د وفاقي فنډ څخه پیل شوې پروژو په اړه هم بحث وشو۔دواړو لارښود دې خبرې ته سلا شول چې كراچۍ عملياتو سره د ښار په سماجي او اقتصادي هلو ځلو مثبت اثرات مرتب شوي او په نتيجه كښې ئې اولسي باور په بشپړه توګه بحال شوې۔پھ دې موقع وفاقي وزير اسحاق ډار د كراچۍ اولس لپاره د آسانيو زياتولو پھ حاجت زور راوړو۔ وفاقي وزير ووئيل تېرو څلورو كلونو په مهال پھ وفاقي كچه د ريونيو وصولۍ په نتيجه كښې د صوبو فنډز هم زيات شوې ۔۔وفاقي وزير ووئيل حكومت راتلونكي مالي كال بجټ كښې د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام لپاره بجټ زياتولې شي او د سندھ پشمول ټولې صوبې دې زياتوالي نه د اولس خېر ښېګړ له استفاده كولې شي








