اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) پاکستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هېل د ګل په ورځ د پوځ سرلښكر جنرال قمرجاوېد باجوہ سره ملاقات كړې۔ په دې موقع امريكائي سفير د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ خاتمې له د پاكستان د قربانيو اعتراف وكړو۔ د امريكائي سفارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې سفير په دې موقع د امريكې عرب اسلامي مشرانو وړومبني كنفرنس په مهال د …
ډېوډ هېل د پوځ سرلښكر جنرال قمرجاوېد باجوہ سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) پاکستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هېل د ګل په ورځ د پوځ سرلښكر جنرال قمرجاوېد باجوہ سره ملاقات كړې۔ په دې موقع امريكائي سفير د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ خاتمې له د پاكستان د قربانيو اعتراف وكړو۔ د امريكائي سفارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې سفير په دې موقع د امريكې عرب اسلامي مشرانو وړومبني كنفرنس په مهال د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د وېنا حواله وركړه كوم كښې چې ھغه د ترهه ګرۍ او په انتها خوښۍ بريا ترلاسه كولو له د امن٬ سلامتيا ٬ خوشحالۍ او د اتحاد وژن وركړے دے۔ امریکائي سفير د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ لخوا د مئي په 18مه نيټه په اولسي كچه د پاكستان خاوره د كوم هم هېواد په ضد بريدونو لپاره د نه كارولو په عزم د ھغه مننه وكړه۔ د ملاقات په مهال سرلښكر جنرال قمر جاېد باجوہ يو ځل بيا باور وركړو چې د پاكستان خاوره به د افغانستان په ضد منصوبه بندۍ يا بريدونو لپاره د كارولو اجازه ورنه كړو۔ د ملاقات په مهال سرلښكر او امريكائي سفير د محفوظ ٬ مستحكم او سوكاله افغانستان لپاره د خپلو هېوادونو د عزم پخلې وكړو








