رياض 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د اتوار په ورځ چې كله د امريكې عرب اسلامي هېوادونو په وړومبي كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره باچا عبدالعزيز سنټر ته ورسېدو نو د سعودي باچا او خادم الحرمېن الشريفېن سلمان بن عبدالعزيز د ده تود هركلې وكړو۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز السعود په بلنه په غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه چارو …
د وزيراعظم محمد نواز شريف باچا عبدالعزيز كنفرنس سنټر ته په رسېدو باچا سلمان بن عبدالعزيز تود هركلې وكړو

مزید خبریں
رياض 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د اتوار په ورځ چې كله د امريكې عرب اسلامي هېوادونو په وړومبي كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره باچا عبدالعزيز سنټر ته ورسېدو نو د سعودي باچا او خادم الحرمېن الشريفېن سلمان بن عبدالعزيز د ده تود هركلې وكړو۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز السعود په بلنه په غونډه كښې ګډون كوي۔ د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزيز او وړومبې مېرمن بېګم كلثوم نواز هم وزيراعظم سره په دوره كښې شامل دي۔ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې به وزيراعظم محمد نواز شريف د اسلام د امن٬ زغم او د اتحاد پېغام په ډاګه كوي۔ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې به وزيراعظم په منطقه كښې د ترهګرې او د انتهاخوښې لعنت ته ماتې وركولو لپاره د پاكستان په لويو قربانيو او د دې په نتيجو رڼا اچوي۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د ترهګرې په ضد د نړيوال مركز د پرانستې په دستوره كښې ګډون هم كوي۔ په دې دستوره كښې به يو شمېر نړيوال مشران ګډون كوي۔ د سعودي باچا په دې كنفرنس كښې د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ نه علاوه د 55 هېوادونو او حكومتونو مشرانو ته د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ دې كنفرنس سره به نړيوالو مشرانو ته د ترهګرې او انتهاخوښې خاتمې لپاره په بېلا بېلو طريقو د غور كولو موقع په لاس ورشي۔ هيله ده چې دې كنفرنس سره به ترهګري كوم خاص مذهب٬ كلتور٬ تهذيب يا سيمې سره د تړلو رجحان ختم كړے شي۔








