د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د دعوې په ځائ په رېښتينې معنٰي د اولس خدمت كوي۔ د قومي اسمبلې دوهم سپيكر د ګاز پروژې پرانستې دستورې ته وېنا

اېبټ آباد 21 مئي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي وئيلي دي چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د دعوې په ځائ په رېښتينې معنٰي د اولس خدمت كوي٬ وزيراعظم محمد نواز شريف هېواد د پرمختګ په لار روان كړے٬ دهرنې كوونكو د صوبې اولس ته د محرومې نه علاوه نور څه نه دي وركړي٬ په راتلونكو ټاكنو كښې به اولس د كاركردګې په بنياد …

اېبټ آباد 21 مئي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي وئيلي دي چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د دعوې په ځائ په رېښتينې معنٰي د اولس خدمت كوي٬ وزيراعظم محمد نواز شريف هېواد د پرمختګ په لار روان كړے٬ دهرنې كوونكو د صوبې اولس ته د محرومې نه علاوه نور څه نه دي وركړي٬ په راتلونكو ټاكنو كښې به اولس د كاركردګې په بنياد رائې وركوي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په پسوال ميا كښې د 61.85 مليونه روپو په لګښت د سوئي ګاز پروژې د پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د دې څخه وړاندې پسوال ميا ته په راتګ د سيمې اولس د دوهم سپيكر تود هركلې وكړو۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې دوهم سپيكر ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې حكومت د اولس د محرومې ختمولو عزم لري۔ د تحريك انصاف صوبائي حكومت د اولس د ستونزو په حل كولو كښې پاتې راغلې۔ اولس د دهرنې كوونكو سياست رد كړے٬ په راتلونكو ټاكنو كښې به د خېبر پښتونخوا اولس مسلم ليګ﴿ن﴾ په لوي اكثريت سره كاميابوي۔

مزید خبریں