کوئټه 02 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰمير عبدالقدوس بزنجو د خاران چاٶدنې په سختو ټكو غندنه كولو سره د پېښې د پلټنو امر كړې دې۔ دا خبره د وزيراعلٰې سېكټرېټ لخوا په جاري بيان كښې شوې ده۔ مير عبدالقدوس بزنجو ووئيل د ترهګرۍ په كاروائۍ كښې د بې ګناه كسانو په ژوبل كېدو افسوس لرو۔ ده ووئيل د هېواد دښمنه عناصر د صوبې امن خرابول غواړي۔ په دې موقع وزيراعليٰ د چاٶدنې په نتيجه كښې د ژوبل شويو كسانو ته د ښه درملنې سهولت وركولو امر هم وكړو