بلوچستان٬ په خاران سيمه كښې په موټر سائيكل د نصب كړې شوې چاؤديدونكو توكو چاٶدنه٬ 11 كسان ژوبل

کوئټه 02 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان د خاران سيمې په چيف چوك بازار كښې په موټر سائيكل د نصب كړې شوې بارودي موادو چاٶدنې په نتيجه كښئ يوولس كسان ژوبل شوي۔ د ځائي انتظاميې له مخې د نهې په ورځ د چاٶدنې له امله يوولس كسان ژوبل شوي۔ پوليس او امنيتي ځواكونو په اطلاع ترلاسه كېدو د پېښې ځائ ته رسېدو سره ژوبل شوي كسان ډي اېچ کيو روغتون ته منتقل كړې دي۔ پوليس او امنيتي ځواكونو سيمه كښې د تورنو د لټون عمليات پېل كولو سره پلټنې پېل كړې دي