د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو سره د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن مرزا خان آفريدي ملاقات

كوئټه 01 نومبر(اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو سره د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن مرزا خان آفريدي ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د سياسي او شريكې خوښې چارو په خاص توګه د بلوچستان د محرومۍ احساس او پسماندګۍ خاتمې لپاره د سېنېټ د كردار او په مرسته هم خبرې وشوې۔د بلوچستان وزيراعلٰی ووئيل بي اے پي په سېنېټ كښې ځانګړې نمائندګي لرونكے ګوند دے٬د دې ګوند غړو ته د هغوي د شمېرو له مخې د اهميت وركولو ضرورت دے دغسې چې هغوي د بلوچستان كيس په موثره توګه په سېنېټ كښې وړاندې كړے شي۔د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن د وزيراعلٰی د دريځ سره اتفاق كولو كښې ووئيل په دې اړه خپل كردار ادا كوم