د پنجګور بمي چاؤدنې سخته غندنه كوؤ٬ پخوانے وزير مير رحمت علي صالح

کوئټه ۔31 اکتوبر(اے پی پی) د روغتيا پخواني وزير مير رحمت صالح بلوچ په پنجګور بازار كښې د ريموټ كنټرول بمي چاؤدنې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي د ترھګرۍ په دې پېښه كښې د پنګور عبد القيوم او ملا نور الحق په شهادت راته سخت افسوس شوے دے۔ هغه ووئيل د ترهګرو داسې بې ګناه كسان په نخښه كول يو بزدلانه فعل دے او دا ډول كارروائۍ كول سره ترهګر ناامني پېدا كوي۔ هغه غمجنيو كورنيو سره غمرازي او پېښه كښې د شهيد شويو لوړو درجو له دعا وكړه۔