ګھانا ٬ په قطبي سوانا ريجن كښې د زيړې تبې انفېكشن د لاسه 8 كسان مړه

آکرا۔ 30اکتوبر(اے پی پی) د لوئيديزې افريقا په قطبي سوانا سيمه كښې د زيړې تبې انفېكشن د لاسه 8 كسان مړه شوي دي۔ د چين د ابلاغ ذريعو د ګهانا هېلتھ سروس (جی اېچ اېس) په اړه وئيلي دي چې دې ځپلې كډوالو ته كله هم د دې تبې نه د بچ كېدو ستنې نه وې لګولې شوې۔ د جي اېچ اېس چارواكو وئيلي دي چې د زيړې تبې ځپليو حتمي تصديق لپاره نمونې طبي مركزونو ته ولېږلې شوې۔ د نتيجو نه وروستو د اېبولا، لاسا، ماربرګ او زیکا په شمول د نورو وائرل رنځونو ټېسټونه منفي او د زيړې تبې ټېسټونه مثبت رامخې ته شوېل۔ زيړه تبه يوه وائرل ناروغتيا ده او په سوئيلي امريكائي سيمو كښې په عامه توګه موندلې شي۔ د دې ناروغتيا په ابتدائي علاماتو كښې تبه ٬ زيړې ٬ او په پوزه او خله وينه راتلل شامل دي۔