نوے ډيلے 29 اکتوبر (اے پي پي) د هند په هريانه ايالت كښې په ټرافيكي پېښه كښې درې كسان مړه يو ژوبل شوے۔ د هند ميديا له مخې پوليس وئيلي دي پېښه د هريانه ايالت په ماسه ضلع كښې رامخې ته شوې چرته چې تند رفتاره ګادې په مسافرو ورختلے چې په نتيجه كښې ئې درې كسان مړه يو ژوبل شوے ، په مړو كسانو كښې دوه مېرمنې هم شاملې دي۔ رېسكيو ډلې مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي دي