افغانستان ، د هرات والي خپلې اثاثې څرګندې كړي

کابل 29 اکتوبر (اے پي پي) د هرات موجوده والي شیخ الحدیث مولوي اسلام جار خپلې اثاثې څرګندې كړې۔د افغانستان ميډيا له مخې شیخ الحدیث مولوي اسلام جار ميډيا سره په خپلو خبرو اترو كښې ووئيل زما په كور كښې زما ورور زما سره شريك دے او 5 ايكړه زمكه لرم پهه غې كښې زما سره دوه وروڼه شريك دي۔ده ووئيل زه يو ګاړې هم لرم او په ما يو 1 لاكهه 84 زره افغانۍ روپۍ قرض هم دے۔ده ووئيل ما خپلې موجوده اثاثے څرګندې كړي او كه زما سره د اقتدار نه پس دې څخه زيات څه وموندلې شول نو زه به قومي مجرم يم۔