ايران به د نړيوالو طاقتونو سره جوهري مذاکرات د نومبر تر آخر بيا پيل كوي، نائب خارجه وزير

برسلز 28 اکتوبر (اے پي پي) ايران به د نړيوالو طاقتونو سره جوهري مذاکرات نومبر تر آخر بيا پيل كوي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د ايران نائب خارجه وزير او د مذاكراتو مشر علي باقري کني د اروپائي ائتلاف عهديداراينريك مورا سره د خبرو اترو نه پس تيره ورځ خپل يو ټويټ كښې وئيلي جوهري مذاکرات کاميابولو لپاره اروپائي ائتلاف عهديدار اينريك مورا سره سنجيده او تعميري خبرې اترې شوي چې پكښې د نومبر تر آخر جوهري مذاکرات بيا پيل كولو ته سلا شوي۔ ده ووئيل د مذاکرات حتمي نيټې اعلان به په راروانه اوونۍ كښې كولې شي