کابل 26اکتوبر (اے پي پي) ناروے په افغانستان كښې انساني مرستې لپاره د 3.5 مېليونه ډالرو عطيه وركړې ده۔ د ملګرو ملتونو ادارې راپور له مخې ناروے د افغانستان هيومينټيرين فنډ كښې 2.1 مېليونه ډالره عطيه وركړې ده۔ افغانستان كښې انساني چارو لپاره د ملګرو ملتونو رابطه دفتر په سوشل ميډيا خپل بيان كښې وئيلي دي چې دې اضافې سره د ناروے لخوا كال 2021 لپاره افغانستان كښې انساني مرستې فنډ كښې د 3.5 مېليونه ډالرو عطيه وركړې ده۔ د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو بېلې ادارې٬ د مرستې تنظيمونه او يو شمېر غېر سركاري تنظيمونه د ژمي نه وړاندې بحران څخه د ځپلې شوې افغانانو لپاره د مرستې سامان رسولو لپاره هڅې كوي