طرابلس 24 اکتوبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر وئيلي دي چې د لېبيا په ساحل 198 غېر قانوني كډوال د ډوبېدو څخه بچ كړې شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر په خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي چې تېره ورځ په دوه كشتو سواره 198 غېر قانوني كډوال په سمندر كښې د ډوبېدو څخه بچ كړې شوي دي او بېرته لېبيا ته راوستل شوي دي. د يادونې وړ ده چې لېبيا اروپا ته روانېدو لپاره د كډوالو يو خوښ مقام ګرځېدلې كوم چې د بحيره روم نه تېرېدو سره د اروپا ساحل ته رسېدل غواړي.