د روسيې صدر د افغانستان اثاثه جات بحالې په اړه د طالبانو د غوښتنې ملاتړ وكړو، د افغانستان د حالاتو ذمه وار لوېدېځ هېوادونه دې د افغانستان د سماجي او اقتصادي مسئلو حل لپاره د افغانستان اثاثې بحال كړي، د افغانستان د مسئلې په حل كښې د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے. ولادي مير پيوټن

اسلام آباد 23 اکتوبر(اے پي پي) د روسيې صدر ولادي مير پيوټن د طالبانو د يوې مهمې غوښتنې ملاتړ كولو سره لوېديځو هېوادونو ته وئيلي دي چې دوي دې د افغانستان مالياتي اثاثې غېر منجمد يعني بحال كړي، د افغانستان د مسئلې په حل كښې د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے. د انادولو خبري اژانس له مخې د روسيې په سوچي ښار كښې د والډائي ډسكشن كلب غونډې ته په خپله وېنا كښې صدر پيوټن ووئيل چې په افغانستان كښې چې څه روان دي، د دې ذمه وار هغه لوېديځ هېوادونه دي كومو چې تر 20 كلونو هلته جنګ كړے. ده ووئيل چې زما په خيال تر ټولو وړومبې كار چې دوي ئې بايد وكړي هغه د افغان اثاثو بحالي ده چې دغسې افغانستان د سماجي او اقتصاديي مسئلو حل كولو ذريعې ولري. ده ووئيل چې د افغانستان اقتصادي ستونزې ډېرې مهمې دي. د روسيې لارښود په افغانستان كښې د داعش ترهګرې ډلې په ضد د طالبان د هڅو ستائنه وكړه. ده د افغانستان د مسئلې په حل كښې د پاكستان د كردار ستائنه كولو سره ووئيل چې دا د منطقې په مهمو كردارونو كښې يو دے. پيوټن د امريكائي صدر جوبائيډن ستائنه كولو سره ووئيل چې د هغه لخوا د افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو وتلو پرېكړه درست وه. ده د افغانستان نه ځواكونه ويستلو سره صحيح كار كړے. پيوټن ووئيل چې روسيه پرمختګ كوونكې افغانستان د ترهګرو د خطر او د نشه اي توكو د قاچاق څخه په پاك ساتلو كښې دلچسپي لري او په دې لړ كښې د افغانستان د معيشت په بحال كښې مرسته كول ضروري ده. ده ووئيل چې وخت تېرېدو سره سره به هر څيز خپل ځائ ته راشي. ده ووئيل چې تر څو چې د امنيت معاملې دي، د روسيې قانون نافذ كوونكې ادارې اړوند افغان ډهانچې سره ضروري رابطه لري.