د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د هغه پلاوي په درناوي كښې د افغانستان عبوري حكومت نائب وزيراعظم لخوا د ماسپښين مېلمستياﺀ

كابل 21 اکتوبر(اے پي پي)د افغانستان عبوري حكومت نائب وزيراعظم مولوي عبدالسلام حنفي لخوا د زيارت په ورځ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د هغه د پلاوي په درناوي كښې كابل كښې د ماسپښين مېلمستياﺀ وركړې۔د افغان عبوري حكومت خارجه وزير امير حسن متقي او د عبوري كابينې غړو په لويه شمېره د ماسپښين په مېلمستياﺀ كښې ګډون كولو۔ملا عبدالسلام حنفي د خارجه وزير او د هغه پلاوي ته كابل ته په راتګ هركلے اووئېلو۔خارجه وزير په تود هركلي او په اخلاص سره په كوربتوب كولو د طالبانو قيادت مننه وكړه او د دې خبرې پخلے ئې وكړو چې پاكستان به افغان وګړي د معاشي بحران څخه ساتلو لپاره په بشري بنيادونو مرسته روانه ساتي