د قندهار په يو جومات كښې چاؤدنه ٬ 32 كسه شهيدان53٬ ژوبل

کابل۔15اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان په قندهار ښار كښې د جمعې مونځ ادا كولو په مهال په فاطمه جومات کښې د چاودنې په نتيجه كښې 32 كسه شهيدان او 53 ژوبل شوي۔ د فرانسيسي خبري اژانس راپور له مخې د جمعې په ورځ په قندهار ولايت كښې په فاطمه جومات کښې چاودنه شوې چې په نتيجه كښې یې 32 كسه شهيدان او 53 ژوبل شول كوم چې د قندهار مېروېس …

کابل۔15اکتوبر(اے پی پی) د افغانستان په قندهار ښار كښې د جمعې مونځ ادا كولو په مهال په فاطمه جومات کښې د چاودنې په نتيجه كښې 32 كسه شهيدان او 53 ژوبل شوي۔ د فرانسيسي خبري اژانس راپور له مخې د جمعې په ورځ په قندهار ولايت كښې په فاطمه جومات کښې چاودنه شوې چې په نتيجه كښې یې 32 كسه شهيدان او 53 ژوبل شول كوم چې د قندهار مېروېس روغتون ته منتقل كړې شوي۔د چاودنې اطلاع ترلاسه كېدو سره د افغانستان خاص ځواكونه د پیښې ځاې ته رسېدلي ۔د افغان داخله وزارت وياند قاري سعيد خوستي ووئيل مونږ د قندهار په چاودنه افسوس لرو چې پكښې ګڼ شمېر كسان شهيدان او ژوبل شوي۔په سمدستي توګه د چاودنې كوم سبب نه دې معلوم شوے