ملګري ملتونه ۔9اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېس د قطبي افغانستان قندوز ښار په جومات كښې د بمي چاؤدنې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي يوې اونۍ نه هم كم وخت كښې دا درېم بريد دے۔ په خپل بيان كښې هغه ووئيل دې پېښه كښې ككړ كسان بايد په هر صورت انصاف سره مخ كړې شي۔ د اطلاعاتو لمخې ځانمرګې بريد كوؤنكي په جومات كښې د …
د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د قندوز چاؤدنې سخته غندنه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔9اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېس د قطبي افغانستان قندوز ښار په جومات كښې د بمي چاؤدنې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي يوې اونۍ نه هم كم وخت كښې دا درېم بريد دے۔ په خپل بيان كښې هغه ووئيل دې پېښه كښې ككړ كسان بايد په هر صورت انصاف سره مخ كړې شي۔ د اطلاعاتو لمخې ځانمرګې بريد كوؤنكي په جومات كښې د جمعې لمونځ كوؤنكي په نخښه كړل چې په نتيجه كښی ئې 100 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ عموي سېكتر غمجنيو كورنيو سره غمرازي وكړه او د ژوبل شويو زر روغتيا له ئې دعا وكړه۔ د اطلاعات لمخې د دې بريد ذمه واري داعش خراسان ډلې قبوله كړې ده كومې چې دې نه وړاندې افغانستان كښې شيعه مسلم كميونټي په نخښه كړې او هغه د طالبانو مخالف ډله ده۔











