افغانستان كښې د غذائي تحفظ نشتوالي څخه 14 مېليونه كسان ځپلے كېدے شي ٬ په وخت اقداماتونه كړے شول نو د لس لكه كسانو د مرګ خطر دے۔ ملګري ملتونه

نيويارك06 اکتوبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي په افغانستان كښې د سخت غذائي تحفظ په نشتوالي 14 مېليونه كسان ځپلے كېدے شي٬ كه په وخت اقداماتونه كړے شول نو د لس لكه كسانو د مرګ خطر دے٬ نړيواله ورورولي دې په دې مد كښې واجب الادا فنډز په سمدستي توګه ادا كړي۔ د امريکې خبر رسنې ادارې له مخې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د كوچنيانو فنډ …

نيويارك06 اکتوبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي په افغانستان كښې د سخت غذائي تحفظ په نشتوالي 14 مېليونه كسان ځپلے كېدے شي٬ كه په وخت اقداماتونه كړے شول نو د لس لكه كسانو د مرګ خطر دے٬ نړيواله ورورولي دې په دې مد كښې واجب الادا فنډز په سمدستي توګه ادا كړي۔ د امريکې خبر رسنې ادارې له مخې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د كوچنيانو فنډ (يونېسيف) نمائنده هرے لډووك ډي لائس او د ورلډ فوډ پروګرام (ډبليو اېف پي) په افغانستان كښې نمائنده او کنټري ډائرېکټرې ماري ايلن مېكګورټيلخوا د هرات ښار د دوه ورځنۍ دورې نه پس خبر وركړے چې د يوې اندازې له مخې د سږ كال تر پائې به د 5 كالو نه كم عمره 3.2 مېليونه افغان كوچنيان د سخت غذائي كمي سره مخ شي۔ د ملګرو ملتونو اېجنسو خبردارے جاري كړے چې كه په وخت اقداماتونه كړے شول نو د لس لكه كسانو د مرګ خطر دے، دا خلق د اوبو٬ خوراك او بنيادي صحت او د غذائيت خدمات ته د باور وړ رسنې څخه محروم دي۔ د ډبليو اېف پي د سروے له مخې په افغانستان كښې 95 فيصده كورنۍ مناسب خوراك نه خوري او بالغان كم خوراك كوي او خوراك ئې پرېښے دے دغسې چې د دوي كوچنيان زيات خوراك وكړي۔ ډائرېکټرې ماري اېلن مېكګورټي وئيلي دي نړيوالې ورورولۍ له به د دوي فنډز جاري كول دي دغسې چې د دې بدترين صورتحال څخه دوي وساتلے شي

مزید خبریں