اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وزیر مملکت فرخ حبیب وئيلي دي د نيب چیئرمېن تعیناتۍ په اړه قانوني ډله كار كوي، آرډیننس كښې به ټول څيزونه رامخې ته شي، شهباز شریف بايد په سمدستي توګه د اپوزیشن لیډر چوكۍ څخه اخوا كړے شي، شهباز شریف لپاره دا مناسب نه ده چې د دې مشاورت برخه وګرځي، د حسین اصغر استعفیٰ د هغه خپله پريكړه ده۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د نهې په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د نيب چیئرمېن د تعیناتۍ په معامله تر ټولو لوئې خنډ اپوزیشن لیډر پخپله جوړ شوے،كه شهباز شریف د اپوزیشن لیډر چوكۍ پرېښودله نو دا معامله په آسانۍ سره حل كيدې شوه۔ ده ووئيل د يو داسې كس سره د نيب چیئرمېن د تعیناتۍ په اړه مشاورت څنګه كيدے شي كله چې هغه پخپله د 7 اربه روپو نیب ریفرنس سره مخ وي ، 14 ګواهان هم وړاندې شوي او نیب د هغه په ضد كيس مخ په وړاندې بيائې