عکرا۔5 اکتوبر(اے پی پی) د لوئيديزې افريقې هېواد ګھانا كښې د مسافر بس او يو كارګو ټرك ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 13 كسان مړه او 11نور ژوبل شوي دي۔ د چین خبر رسنې ادارې د ګهانا پوليس حوالې سره وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ د کماسی ښار نه 51 كلوميټر لرې په سوئيلي سيمه كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د تورو مرچو …
ګھانا٬ د ترافيكي پیښې په نتيجه كښې 13 كسان مړه او 11 نور ژوبل

مزید خبریں
عکرا۔5 اکتوبر(اے پی پی) د لوئيديزې افريقې هېواد ګھانا كښې د مسافر بس او يو كارګو ټرك ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 13 كسان مړه او 11نور ژوبل شوي دي۔ د چین خبر رسنې ادارې د ګهانا پوليس حوالې سره وئيلي دي چې دا پېښه تېره ورځ د کماسی ښار نه 51 كلوميټر لرې په سوئيلي سيمه كښې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د تورو مرچو يو ډك ټرك د مخې نه راروان مسافر بس سره ټكر شو۔ د پیښې په نتيجه كښی بس كښې ناست 13 مسافر په ځائې مړه او 11 نور ژوبل شول۔ رېسكيو ډلې د حق رسېدليو كسانو مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړي دي۔ بلخوا پولېس پېښه كښې ككړ ډرائيوران پلټنيو لپاره حراست كښې اخيسې دي











