رام اللہ۔5 اکتوبر(اے پی پی) په اسرائيلي زندانونو كښې د 20 كالو نه د بنديوانو فلسطيني وګړو شمېره 100 ته رسېدلې ده۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز لمخې په اسرائيلي زندان كښې 100 فلسطيني وګړي 20 كاله تېرولو نه وروسته په 21 م كال كښې داخل شوي دي۔ د فلسطینی اسیران سټډی سېنټر لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د يوسف عبد القادر مصارجن عمر دا مهال …
په اسرائيلي زندانونو كښې د 20 كالو نه د بنديوانو فلسطيني وګړو شمېره 100 ته ورسېده

مزید خبریں
رام اللہ۔5 اکتوبر(اے پی پی) په اسرائيلي زندانونو كښې د 20 كالو نه د بنديوانو فلسطيني وګړو شمېره 100 ته رسېدلې ده۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز لمخې په اسرائيلي زندان كښې 100 فلسطيني وګړي 20 كاله تېرولو نه وروسته په 21 م كال كښې داخل شوي دي۔ د فلسطینی اسیران سټډی سېنټر لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د يوسف عبد القادر مصارجن عمر دا مهال 41 كاله دې ٬ هغه د 4 اكتوبر 2001 نه بنديوان دے۔ هغه ته د فلسطين تحريك آزادۍ لپاره د اسرائيل په ضد مزاحمتي هلو ځلو كښې په برخه اخستلو د 35 كاله زندان سزا اورولې شوې وه۔ د اسیران سټډی سېنټر وياند رياض الاشقر وئيلي چې د 30 كالو نه زياته موده د اسرائيل په زندان كښې د تېرونكو فلسطيني وګړو شمېره 13 ته رسېدلې ده۔ په دوئي كښې كريم يونس او ماهر يونس شامل دے كومو چې د كال 1983 نه په اسرائيلي زندان كښې بنديوان دي۔











