نیو یارک ۔4اکتوبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم وئيلي دي پاكستان به د كوم هم ممكنه هندي جارحيت په زړه پورې ځواب وركوي او خپله دفاع به محفوظ ساتي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د وسلې او د نړيوالې سلامتيا چارو په اړه اړوندې فرسټ كمېټۍ ته خپل خطاب كښې سفير منېر اكرم ووئيل د "فاشسټ" هندي حكومت اقدامات د سلامتي كونسل د …
پاكستان به د كوم هم ممكنه هندي جارحيت په زړه پورې ځواب وركوي اوخپله دفاع به محفوظ ساتي ، د منېر اکرم د عمومي اسمبلۍ فرسټ كمېټۍ ته خطاب

مزید خبریں
نیو یارک ۔4اکتوبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم وئيلي دي پاكستان به د كوم هم ممكنه هندي جارحيت په زړه پورې ځواب وركوي او خپله دفاع به محفوظ ساتي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د وسلې او د نړيوالې سلامتيا چارو په اړه اړوندې فرسټ كمېټۍ ته خپل خطاب كښې سفير منېر اكرم ووئيل د “فاشسټ” هندي حكومت اقدامات د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ سفیر منیر اکرم ووئيل هند په كشميري اولس او په خپل 200 ملينه مسلم اقليت د ظلم او زياتي لړۍ روانه ساتلې ٬ هند د پاكستان او نورو ګاونډيانو هېوادونو په ضد د رياست په سرپرستۍ كښې ترهګري كوي۔ هغه ووئيل په قامي كچه د سياسي او معاشي ابترۍ باوجود هند د يو عظيم قوت درجه ترلاسه كولو له په ظلم اډاڼه پالېسيو سره سره سيمه ايز تسلط هم زياتوي۔ سفير مېر اكرم كمېټي د هند په د لويه توګه ملتري لائزېشن په اړه خبرولو كښې ووئيل هند تېر كال د روايتي او غېر روايتي ٬ زمكيزې ٬ فضائي او سمندري وسلو نظام ترلاسه كولو له 73 اربه ډالره مصرف كړي۔ هغه ووئيل هند بحرهند هم اېټمي كړے ٬ اېنټی بېلسټک میزائل سسټم ئې لګولے ٬ اینټی سېټلائټ وسله ئې ترلاسه كړی ۔ هغه ووئيل هغه هېوادونه كوم چې هند له د وسلو تر ټولو جديد نظام او ټېكنالوجيز وركوي ٬ هغوي ته بايد معلومه شي چې هند خپله 70 فيصده وسله او پوځ د پاكستان په ضد په ځاے كړي ۔ هغه ووئيل په سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام يوازې د پاكستان او هند ترمينځه د شخړو هواري او د پاكستان او هند ترمينځه د روايتي ٬ جوهري او استراتيجيكي پوځ توازن په ځائې ساتلو سره ترلاسه كېدے شي۔











