د كابل په جومات د بريد نه پس د طالبانو په عملياتو كښې د داعش اډه تباه او د داعش غړي وژل شوي

كابل 04 اكتوبر (اے پي پي) د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د افغانستان په پلازمينه كابل كښې په جومات د داعش د شكمن بريد نه پس د مجاهدينو سپېشل يونټ د داعش په ضد عمليات كړي دي او په نتيجه كښې ئې د داعش اډه تباه كړې شوې او پكښې موجود د داعش ټول غړي وژل شوي دي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې ذبيح …

كابل 04 اكتوبر (اے پي پي) د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د افغانستان په پلازمينه كابل كښې په جومات د داعش د شكمن بريد نه پس د مجاهدينو سپېشل يونټ د داعش په ضد عمليات كړي دي او په نتيجه كښې ئې د داعش اډه تباه كړې شوې او پكښې موجود د داعش ټول غړي وژل شوي دي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې ذبيح الله مجاهد د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ووئيل چې د اتوار په شپه د كابل په شمال كښې د داعش په ضد عمليات شوي دي كوم چې كامياب عمليات وو. په عملياتو كښې د داعش اډه تباه كړې شوې او پكښې موجود د داعش ټول غړي وژل شوي دي. د فرانس خبر رسنې ادارې وئيلي دي چې په عملياتو د طالبانو ګڼ شمېر كمانډوز برخه اخستې او دا عمليات څو ساعته روان وو. په عملياتو كښې د كابل په خوا او شا سيمو كښې درې كورونه په نښه كړې شوي دي او په دې مهال د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د يادونې وړ ده چې تېره ورځ په كابل كښې عيدګاه سره نزدې په جومات كښې د فاتحې دستورې په مهال بريد شوے و او په نتيجه كښې ئې پنځه كسان په حق رسېدلي وو. ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د پېښې پلټنې لا هم روانې دي خو د ابتدائي اطلاعاتو له مخې د دې خبرې امكان دے چې دا بريد داعش سره تړون لرونكې كومې ډلې كړې.

مزید خبریں