كابل 03 اكتوبر (اے پي پي) د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت كښې د وسله وال په ډزو كښې سينئر خبريال د زوي او ډرائيور پشمول ووژل شو. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان امنيتي چارواكو وئيلي دي چې خبريال او ليكوال سيد معروف سعادت په جلال آباد ښار كښې په ګاډي كښې روان و چې په ركشه كښې موجود شكمن وسله وال تن په هغه ډزې …
په ننګرهار ولايت كښې د وسله وال په ډزو كښې سينئر خبريال د زوي او ډرائيور پشمول ووژل شو

مزید خبریں
كابل 03 اكتوبر (اے پي پي) د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت كښې د وسله وال په ډزو كښې سينئر خبريال د زوي او ډرائيور پشمول ووژل شو. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان امنيتي چارواكو وئيلي دي چې خبريال او ليكوال سيد معروف سعادت په جلال آباد ښار كښې په ګاډي كښې روان و چې په ركشه كښې موجود شكمن وسله وال تن په هغه ډزې پېل كړې. په نتيجه كښې ئې خبريال په ټكي مړ او د هغه زوې او ډرائيور سخت ژوبل شول كوم چې روغتون ته ورسول شول خو هلته ئې ساه وركړه. تر اوسه كومې ډلې د پېښې ذمه واري پغاړه نه ده اخستې. طالب چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.











