رياض 03 اكتوبر (اے پي پي) متحده عرب اماراتو په دبئي رياست كښې په روان دبئي اېكسپو 2020م كښې د سعودي پوېلين د خلقو د پام مركز ګرځېدلے، د دې پوېلين رقبه د يو اے اي نه پس تر ټولو زياته ده. د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې په اېكسپو 2020م كښې د سعودي په پوېلين كښې تر ټولو لوي ډېجيټل سكرين لګول شوے كوم چې په ګينز آف …
په دبئي اېكسپو 2020م كښې د سعودي پوېلين د خلقو د پام مركز ګرځېدلے، د نړۍ تر ټولو لوي ډېجيټل سكرين په ځائ كړے شوے، نوم په ګېنز بك كښې شامل

مزید خبریں
رياض 03 اكتوبر (اے پي پي) متحده عرب اماراتو په دبئي رياست كښې په روان دبئي اېكسپو 2020م كښې د سعودي پوېلين د خلقو د پام مركز ګرځېدلے، د دې پوېلين رقبه د يو اے اي نه پس تر ټولو زياته ده. د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې په اېكسپو 2020م كښې د سعودي په پوېلين كښې تر ټولو لوي ډېجيټل سكرين لګول شوے كوم چې په ګينز آف ورلډ ريكارډ كښې هم درج كړے شوے. په دبئي اېكسپو كښې بېلا بېلو هېوادونو سره تعلق لرونكي سېلګري د سعودي پوېلين ته ځي چرته چې د سعودي ځوانان او پېغلې د دوي لارښونې لپاره موجودې دي. د پوېلين څلور مركزي برخې دي كومې چې په معاشرتي، قدرتي، كلتوري او د سرمايه كارې په حواله تقسيم كړې شوې دي. په نندارتون كښې راتلونكي د خپلې خوښې د څانګې ټاكنه كوي. د سعودي په پوېلين كښې په لګول شوي لوي سكرين راتلونكو ته د سعودي په اړه بېلا بېل مهم معلومات وركولې شي. د سعودي پوېلين ته راتلونكو ته د سعودي كلتور ثقافت، پروژو او د سرمايه كارې موقعو په اړه معلومات وركولې شي.











