كابل 02 اكتوبر (اے پي پي) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د يوې چاپې په مهال د تښتوونكو د ډلې څلور شكمن غړي ونيول شول. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټويټر ليكلي دي چې د افغانستان اسلامي اماراتو مجاهدينو د كابل د سرك دوام په سيمه كښې د چاپې په مهال 4 تښتوونكي نيولي دي. ده ووئيل چې په نيول …
د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د تښتوونكو د ډلې څلور شكمن غړي ونيول شول

مزید خبریں
كابل 02 اكتوبر (اے پي پي) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د يوې چاپې په مهال د تښتوونكو د ډلې څلور شكمن غړي ونيول شول. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټويټر ليكلي دي چې د افغانستان اسلامي اماراتو مجاهدينو د كابل د سرك دوام په سيمه كښې د چاپې په مهال 4 تښتوونكي نيولي دي. ده ووئيل چې په نيول شويو كښې دوه مېرمنې هم شاملې دي. د چاپې په مهال د يوې پېغلې جسد هم د كور څخه ترلاسه شوے. ده ووئيل چې د تورنو پېژندګلو لپاره هغه خفيه اېجنسي ډائرېكټورېټ ته منتقل كړې شوي دي.











