د مټياري نه تر لاهور ټرانسمېشن لائن منصوبې سره به د لكونو په شمېر كورني او صنعتي مصرف كوٶنكو ته د تعطل نه غېر برېښنا ترلاسه شي۔ د چين سفير نونګ رونګ

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ وئيلي دي چې د مټياري نه تر لاهور د ټرانسمېشن لائن منصوبې سره به د لكونو په شمېر كورني او صنعتي مصرف كوٶنكو ته د تعطل نه غېر برېښنا ترلاسه شي، د سي پېك د جے سي سي په لسمه غونډه كښې زراعت، صنعت او د آئي ټي څانګو كښې اشتراك كار ته په پراختيا …

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ وئيلي دي چې د مټياري نه تر لاهور د ټرانسمېشن لائن منصوبې سره به د لكونو په شمېر كورني او صنعتي مصرف كوٶنكو ته د تعطل نه غېر برېښنا ترلاسه شي، د سي پېك د جے سي سي په لسمه غونډه كښې زراعت، صنعت او د آئي ټي څانګو كښې اشتراك كار ته په پراختيا وركولو سلا شوې ده۔ د زيارت په ورځ د 886 كلوميټر اوږد د مټياري نه تر لاهور د 660 کے وي ټرانسمېشن منصوبې پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې نونګ رونګ ووئيل د نړيوال معيار دا منصوبه به په پاكستان كښې د برېښنا د مسئلې په خاتمه كښې مرستياله وګرځي او د پاکستان معيشت به وده وكړي۔ ده ووئيل مټياري -لاهور ټرانسميشن منصوبه محفوظ او پائيدار ده كومه چې د نړيوال معيار له مخې جوړه كړې شوې د كومې په سبب چې به د هېواد سوئيلي او شمالي برخې يو بل سره په تړلو كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل سي پېك فلېګ شپ منصوبه به پاكستان لپاره ګېم چېنجر ثابته شي او د معاشي پرمختګ هدفونه به هم باوري كړې شي

مزید خبریں