افغانستان لپاره د چين د مرستې د سامان نوې پېره د كابل هوائي اډې ته ورسېده

كابل 30 ستمبر (اے پي پي) افغانستان لپاره د چين د بېړنې مرستې د سامان نوې پېره د كابل هوائي اډې ته ورسېده. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د چين لخوا د عطيه كړې شوي سامان د سپارلو دستوره د كابل په هوائي اډه وشوه چې پكښې په افغانستان كښې د چين سفير وانګ يو او د افغانستان د لنډمهاله حكومت د كډوالو د چارو لنډ مهال وزير …

كابل 30 ستمبر (اے پي پي) افغانستان لپاره د چين د بېړنې مرستې د سامان نوې پېره د كابل هوائي اډې ته ورسېده. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د چين لخوا د عطيه كړې شوي سامان د سپارلو دستوره د كابل په هوائي اډه وشوه چې پكښې په افغانستان كښې د چين سفير وانګ يو او د افغانستان د لنډمهاله حكومت د كډوالو د چارو لنډ مهال وزير خليل الرحمان حقاني ګډون وكړو. وانګ يو دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې د چين لخوا افغانستان سره په شوې مرسته كښې كمبل، واكسټونه او د ژمي د موسم نور څيزونه شامل دي كومو ته چې افغان اولس اړتيا لري. ده ووئيل چې چين به د خوراك پشمول د مرستې د نور سامان تياري روانه ساتي او زر به افغان اولس ته ورسولې شي. په دې موقع د افغانستان لنډ مهال وزير خليل الرحمان حقاني د مرستې په سامان لېږلو د چين مننه وكړه ځكه چې ډېر افغان وګړي ستونزو سره مخ دي. د روان كال د پېل كېدو نه تر اوسه د 634،000 نه زيات افغان وګړي په هېواد كښې د شخړو په وجه بې كوره شوي دي. د سركاري شمېرو له مخې د كال 2012م نه تراوسه تقريباً 5.5 مليونه افغان وګړو كډې كړې دي.

مزید خبریں