په افغانستان كښې د امريكې ډرون پروازونه د نړيوالو قوانينو او په دوحه كښې اسلامي امارات سره شويو د امريكائي لوظونو صريحاً خلاف ورزې دي. ذبيح الله مجاهد

كابل 29 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان د كلتوري كميشن د ملټي مېډيا څانګې مشر احمد الله متقي او د افغان دولت وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې په افغانستان كښې د امريكې ډرون پروازونه د نړيوالو قوانينو او په دوحه كښې اسلامي امارات سره شويو د امريكائي لوظونو صريحاً خلاف ورزې دي. د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې په يو ټويټ كښې دوي ووئيل چې مونږ …

كابل 29 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان د كلتوري كميشن د ملټي مېډيا څانګې مشر احمد الله متقي او د افغان دولت وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې په افغانستان كښې د امريكې ډرون پروازونه د نړيوالو قوانينو او په دوحه كښې اسلامي امارات سره شويو د امريكائي لوظونو صريحاً خلاف ورزې دي. د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې په يو ټويټ كښې دوي ووئيل چې مونږ ټولو هېوادونو او په خاص توګه امريكې ته وايو چې هغوي دې په ممكنه توګه د منفي نتيجې څخه بچ كېدو لپاره افغانستان سره د نړيوالو قوانينو ، لوظونو او حقونو په رڼا كښې چلن وكړي. له بلې خوا د افغان دولت وياند ذبيح الله مجاهد لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د نړيوالو قوانينو له مخې ټول هېوادونه د خپلو سيمه ايزو او فضائي حدودو مالكان دي. هم د دې اصولو له مخې اسلامي امارات د افغانستان د زمكي او فضائي حدودو محافظ دي. په دې وروستيو كښې امريكې د افغانستان په فضائي حدودو كښې د ډرون پروازونو د لارې د نړيوالو قوانينو ، حقونو او په دوحه كښې اسلامي امارات سره د كړيو لوظونو خلاف ورزي كړې ده. داسې خلاف ورزې بايد لازمي درستې كړې شي او بايد د دې څخه ډډه وكړې شي. ده ووئيل چې مونږ ټولو هېوادونو او په خاص توګه امريكې ته وايو چې هغوي دې په ممكنه توګه د منفي نتيجې څخه بچ كېدو لپاره افغانستان سره د نړيوالو قوانينو ، لوظونو او حقونو په رڼا كښې چلن وكړي.

مزید خبریں