د برابرۍ او شريك احترام په بنيا ناټو سره د خبرو اترو لپاره چمتو يو۔ د چين خارجه وزير د ناټو عمومي سېكرټري سره خبرې

بيجنګ 28 ستمبر (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ يې د ناټو عمومي سېكرټري جينز سټولن برګ سره په وېډيو لنك خبرې اترې كړې دي او د اړيكو مضبوطيا او استحكام لپاره ئې د برابرۍ او شريك احترام په بنياد ناټو سره د مذاكراتو جاري ساتلو د خواهش څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې د اېشيا پيسيفك ريجن لپاره د كوم نوې پوځي بلاك جوړولو ضرورت نشته او نه …

بيجنګ 28 ستمبر (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ يې د ناټو عمومي سېكرټري جينز سټولن برګ سره په وېډيو لنك خبرې اترې كړې دي او د اړيكو مضبوطيا او استحكام لپاره ئې د برابرۍ او شريك احترام په بنياد ناټو سره د مذاكراتو جاري ساتلو د خواهش څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې د اېشيا پيسيفك ريجن لپاره د كوم نوې پوځي بلاك جوړولو ضرورت نشته او نه د لويو هېوادونو ترمينځه د داسې تاؤ تريخوالي ضرورت شته كوم چې د نوي جنګ سبب وګرځي۔ د چين خارجه وزير ووئيل چې ناټو د دې په خپلو جغرافيائي حدودو كښې پاتې كېدو سره سيمه ايز امن٬استحكام او پرمختګ لپاره خپل كردار ادا كړي۔ په دې موقع د ناټو سېكرټري جنرل جينز سټولن برګ ووئيل چې ناټو چين ته د دښمن په توګه نه ګوري۔ ده ووئيل چې ناټو د پيشګي شرائط نه بغېر د شريك احترام په بنياد چين سره د تعميري اړيكو په وده كښې خوښي لري۔ دواړو لارښودو د افغانستان په صورتحال هم خبرې اترې وكړې.

مزید خبریں