موغاديشو 27 ستمبر (اے پي پي) د ختيز افريقې په هېواد صوماليه كښې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې د دوه ماشومانو پشمول 8 تنه مړه شوي۔ د المان خبر اژانس له مخې د صوماليه په پايه تخت موغاديشو كښ نامعلومو ترهه ګرو د چاودېدونكو توكو څخه ډك ګاډې صدارتي محل سره نزدې په چېك پوسته په چاودنه والوزولو. په بريد كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي هم دي۔ د …
صوماليه٬پايه تخت موغاديشو كښې د پوليس چېك پوستې سره نزدې ځانمرګي بريد٬ 8 تنه مړه

مزید خبریں
موغاديشو 27 ستمبر (اے پي پي) د ختيز افريقې په هېواد صوماليه كښې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې د دوه ماشومانو پشمول 8 تنه مړه شوي۔ د المان خبر اژانس له مخې د صوماليه په پايه تخت موغاديشو كښ نامعلومو ترهه ګرو د چاودېدونكو توكو څخه ډك ګاډې صدارتي محل سره نزدې په چېك پوسته په چاودنه والوزولو. په بريد كښې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي هم دي۔ د پوليسو وېنا ده چې په مړو شويو كښې زياتره عام وګړي شامل دي۔ الشباب ډلې د دې بريد ذمه واري قبوله كړې۔د يادونې وړ ده چې الشباب د اسلامي حكومت قيام لپاره د تېرو څو كلونو راهيسې په دې هېواد كښې نښتې روانې ساتلې دي











