صنعا 26 ستمبر (اے پي پي) د يمن په شمالي لوېديځ ولايت حجه كښې د حوثي ياغيانو د بېلسټك مېزائل په بريد كښې 6 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې يو سركاري چارواكي ووئيل چې د حكومت په كنټرول سيمه كښې په يوه څلور لاره كښې وګړي راټول شوي وو او په سركاري رحصتې ئې د خوشحالې څرګندونه كوله كوم چې د حوثي ياغيانو …
د يمن په شمالي لوېديځ ولايت حجه كښې د حوثي ياغيانو د بېلسټك مېزائل په بريد كښې 6 كسان مړه او 20 ژوبل شوي

مزید خبریں
صنعا 26 ستمبر (اے پي پي) د يمن په شمالي لوېديځ ولايت حجه كښې د حوثي ياغيانو د بېلسټك مېزائل په بريد كښې 6 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې يو سركاري چارواكي ووئيل چې د حكومت په كنټرول سيمه كښې په يوه څلور لاره كښې وګړي راټول شوي وو او په سركاري رحصتې ئې د خوشحالې څرګندونه كوله كوم چې د حوثي ياغيانو د مېزائل بريد سره مخ شول. ده ووئيل چې په پېښه كښې 6 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي. د يادونې وړ ده چې يمن په كال 1962م كښې د انقلاب نه پس جمهوريه هېواد جوړ شوے و، سږكال په يمن كښې د سالګرې عامه رخصتي د ستمبر په 26مه نېټه ولمانځل شوه. په حكومتي سيمو كښې په دې لړ كښې ګڼ شمېر دستورې وشوې.











