د عمران خان وېنا د لكونو په شمېر ناامېد كشميريانو ته امېد وركړے. ډاكټر فائي

واشنګټن 25 ستمبر (اے پي پي) په واشنګټن كښې قائم د ورلډ كشمير ايوائيرنس فورم سېكرټري جنرل ډاكټر غلام نبي فائي د كشمير منصفانه مقصد لپاره د خپل ملاتړ په څرګندونه د وزيراعظم عمران خان مننه كړې ده. د كشمير مېډيا سروس له مخې ډاكټر فائي په واشنګټن كښې په خپل يو بيان كښې ووئيل چې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې ته د وزيراعظم …

واشنګټن 25 ستمبر (اے پي پي) په واشنګټن كښې قائم د ورلډ كشمير ايوائيرنس فورم سېكرټري جنرل ډاكټر غلام نبي فائي د كشمير منصفانه مقصد لپاره د خپل ملاتړ په څرګندونه د وزيراعظم عمران خان مننه كړې ده. د كشمير مېډيا سروس له مخې ډاكټر فائي په واشنګټن كښې په خپل يو بيان كښې ووئيل چې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې ته د وزيراعظم عمران خان وېنا د لكونو په شمېر ناامېد كشميريانو ته امېد وركړے. د وزيراعظم عمران خان وېنا د كشميري اولس د هيلو له مخې وه او د كشمير په اړه د هغه حواله د حقائقو بيان دے. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په يو شمېر موقعو وئيلي دي چې زه به د كشمير سفير يم او هغه دا ثابته كړې ده

مزید خبریں