اسلام آباد ۔ 01 مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي پاكستان سيمه كښې امن ته وده وركول غواړي۔ افغان مشرتابه پاكستان سره اړيكې مضبوطولو له د ګامونو پورته كولو باور راكړې۔ دواړه هېوادونه په مثالي او فعاله اړيكو كښې خوښي لري۔ افغان حكومت او اولس د مزار شريف په پېښه د پاكستان د غندنې پېغام ستائلې۔ افغان اولس مشر اشرف غني او پارلماني غړي …
پاكستان سيمه كښې امن ته وده وركول غواړي۔ افغان مشرتابه پاكستان سره اړيكې مضبوطولو له د ګامونو پورته كولو باور راكړې۔ دواړه هېوادونه په مثالي او فعاله اړيكو كښې خوښي لري۔ افغان حكومت او اولس د مزار شريف په پېښه د پاكستان د غندنې پېغام ستائلې۔ افغان اولس مشر اشرف غني او پارلماني غړي به ډېر زر د پاكستان دوره كوي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق افغانستان څخه د بېرته راتلو په مهال خبرې
اسلام آباد ۔ 01 مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي پاكستان سيمه كښې امن ته وده وركول غواړي۔ افغان مشرتابه پاكستان سره اړيكې مضبوطولو له د ګامونو پورته كولو باور راكړې۔ دواړه هېوادونه په مثالي او فعاله اړيكو كښې خوښي لري۔ افغان حكومت او اولس د مزار شريف په پېښه د پاكستان د غندنې پېغام ستائلې۔ افغان اولس مشر اشرف غني او پارلماني غړي به ډېر زر د پاكستان دوره كوي۔ د ګل په ورځ په بېنظير انټرنېشنل ائيرپورټ افغانستان څخه هېواد ته د راتلو په مهال خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل د دورې په مهال پلاوي د پاكستان ټول سياسي مشرتابه لخوا د پاكستان او افغانستان ترمينځھ د مقصدي شراكت دارۍ پېغام وركړې او دا خبره ئې په ډاګه كړې چې وخت راغلې چې مونږ د شريك باور په فضا كښې مخ په وړاندې لاړ شو۔ ده ووئيل پاكستان افغانستان يو امناكه ٬ سوكاله او پرمختګ كړې هېواد ليدل غواړي۔ ده ووئيل مونږ افغانستان سره اړيكې لا مضبوطول غواړو۔ سپيكر ووئيل پاكستان سيمه كښې امن غواړي او ددې هدف ترلاسه كولو له به هڅې روانې ساتلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د دې دورې بنيادي مقصد د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تاريخي اړيكو جاج اخستل او شريك تحفظات لرې كول وو۔ ده ووئيل مونږ د دورې په مهال افغان مشرتابه سره په ټولو چارو خبرې اترې وكړې۔ ده ووئيل افغان مشرتابه او اولس مونږ ته هركلې ووې او په زړه پورې چاپېرچل كښې خبرې اترې وشوې۔ ده ووئيل مونږ هغوي ته باور وركړو چې د پاكستان پارلماني پلاوي كښې د څلورو واړو صوبو نمائندګي موجود ده او مونږ غواړو چې د تحفظات ازاله كولو سره ټولې رابطې بحال كړې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې سپيكر ووئيل د ايران اولس مشر روحاني سره دې څخه وړاندې دوره كښې په قامي چارو د خيالاتو څرګندونه شوې وه۔ ایران د سی پېک برخه جوړېدو كښې خوښي ښكاره كړې وه او د چاه بهار بندرځائې په اړه ئې هم د خيالاتو څرګندونه كړې وه۔ ده ووئيل د پارلماني پلاوي د دورې سفارشات به حكومت ته وركوؤ۔









