د اطلاعاتو صوبائي وزير شفيع جان بنو كښی د چاؤدنې پېښې سخته غندنه

پېښور ۔ 20 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شفیع جان په بنو كښې رامخې ته شوې د بمي چاؤدنې پېښې سخته غندنه كولو سره ددې په نتيجه كښې د  7 كسان په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل د ترهګرو لخوا بې ګناه وګړي په نښه كېدل يو بزدلانه او د افسوس وړ فعل …

پېښور ۔ 20 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شفیع جان په بنو كښې رامخې ته شوې د بمي چاؤدنې پېښې سخته غندنه كولو سره ددې په نتيجه كښې د  7 كسان په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل د ترهګرو لخوا بې ګناه وګړي په نښه كېدل يو بزدلانه او د افسوس وړ فعل دے۔ ده ووئيل وزيراعلی سهېل آفريدي د پېښې نوټس اغستلو سره پولس چارواكو څخه رپورټ غوښتلے دے۔ ده ووئيل صوبائي حكومت ددې ناسور نوغې ويستلو له مؤثر او پرله پسې اقدامات كوي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت د ځپليو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك دے۔ ده شهيدانو لپاره د لوړو درجو ٬ غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔