اسلام آباد، 20 جون (اے پي پي) انټر بورډز کوآرډینیشن کمېشن(آئي بي سي سي)د نړيوال اېکویولېنس خواست كوونكو لپاره د آئي بي سي سي اي پۍ نامې سره د آن لائن وېزا او ماسټر كارډ ادائېګۍ سهولت معارفي كړے دے چې ورسره به د نړۍ له كومې هم برخې څخه خوندي ، سرعت سره او په آسان ډول فيس جمع كېدې شي۔ د آئي بي سي سي اي پۍ د …
آئي بي سي سي بهرنیو خواست كوونكو لپاره اي پۍ سهولت پېل كړو

مزید خبریں
اسلام آباد، 20 جون (اے پي پي) انټر بورډز کوآرډینیشن کمېشن(آئي بي سي سي)د نړيوال اېکویولېنس خواست كوونكو لپاره د آئي بي سي سي اي پۍ نامې سره د آن لائن وېزا او ماسټر كارډ ادائېګۍ سهولت معارفي كړے دے چې ورسره به د نړۍ له كومې هم برخې څخه خوندي ، سرعت سره او په آسان ډول فيس جمع كېدې شي۔ د آئي بي سي سي اي پۍ د لارې خواست كوونكي به اوس آن لائن ادائيګي كولې شي چې ورسره به خذمات ته لاسرسي لا غوره كړې شي۔ د د آئي بي سي سي اي پۍ اجراء د ادارې د پراخا ډیجیټل ټرانسفارمېشن پروګرام برخه ده چې مقصد يۍ اولسي خذمات رسولو كښې شفافيت او د صارفينو سهولت لا پياوړې كول دي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ډاكټر غلام علی ملّاح، اېګزېکټو ډائرېکټر آئی بی سی سی ووئيل دا سهولت د وزارتِ وفاقی تعلیم و پېشه ورانه تربیت په خصوصي هدايت او پرله پسې مرسته بهر هېوادونو كښې زده كړې ترلاسه كوونكو لپاره معارفي كړې شوې دې۔ ډاکټر ملّاح د تعليم وفاقي وزير او وفاقي سېكرټري لارښودنه او ډاډګيرنه ستائلو سره ووئيل د هغوي په مرسته دا اقدام ممكن شو۔ ده زياته كړه چې دا نظام په بشپړه توګه د آئي بي سي سي خپل تكنيكي ډلې تيار كړے دے كوم چې د ادارې د زياتېدونكې تكنيكي صلاحيتونو او جدت پسندۍ عكاسي كوي۔ ده د آئي بي سي سي آئي ټي ډلې هڅو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په اداره كښې اولسي سهولت ٬ شفافيت او تګلاره لا آسانولو له په يو شمېر ډيجيټل منصوبو كار روان دے۔ آئی بی سی سی د عصري ټېكنالوجۍ په مؤثر ډول د كارولو د لارې پاکستان او ګرده نړۍ كښې زده كوونكو او نورو اړوندو ډلو ته د معياري ٬ مؤثر او په زړه پورې خذماتو وركولو عزم لري۔










