اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) بې بنسټه اوازې او ناسمه معلومات خپرونكي عناصر هېواد كښې د بې ثباتۍ خپرولو هڅه كوي۔ د رسنیو چېنلونو سره د خبرو په مهال هغه د وزيراعظم په دفتر كښې د كوم هم ډول بدلون په اړه اوازې مسترد كولو سره دا بې بنسټه او ګمراه کوونکي وبللې۔ ده زياته كړه چې وزيراعظم شهباز شریف هیواد په سم لوري روان كړے دے او هغه په نړيواله …
بې بنسټه اوازې او ناسمه معلومات خپرونكي عناصر هېواد كښې د بې ثباته خپرولو هڅه كوي، رانا ثناء اللہ
اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) بې بنسټه اوازې او ناسمه معلومات خپرونكي عناصر هېواد كښې د بې ثباتۍ خپرولو هڅه كوي۔ د رسنیو چېنلونو سره د خبرو په مهال هغه د وزيراعظم په دفتر كښې د كوم هم ډول بدلون په اړه اوازې مسترد كولو سره دا بې بنسټه او ګمراه کوونکي وبللې۔ ده زياته كړه چې وزيراعظم شهباز شریف هیواد په سم لوري روان كړے دے او هغه په نړيواله كچه د پاكستان تشخص غوره كړے۔ هغه زياته كړه چې پاکستان په ټوله نړۍ کښې شهرت او درناوی ترلاسه کړے دے۔. هغه وویل د ژوند هرې څانګې سره تعلق لرونكو د وزيراعظم خلوص ٬خوارۍ او قام سره ثابت قدمي ستائلې ده۔ ده ووئيل هېواد ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي له د زيراعظم مشرتابه او شوق په پراخا كچه ستائلې شوې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې حكومت تل اپوزيشن سره خبرو كولو له چمتو دے۔ ده ووئيل كله چې زمونږ ګوند په اپوزيشن كښې و نو دغه هم زمونږ د مشرانو لارښودو په ضد مقدمې درج كړې شوې۔ د دې باجود مونږ په جمهوري عمل باور لرو۔ په سيمه ايز پېشرفت تبصره كولو سره ده ووئيل ایران څخه د بندېزونو پورته كېدو سره به د پاكستان په معيشت مثبتې اغېزې مرتب شي او دې سره به د تجارت او اقتصادي همكارۍ نوې لارې پپرانستې شي۔ د ګلكت بلتستان سياسي صورتحال په اړه ده ووئيل مسلم لیګ نون به تعميري كردار ترسره كړي۔ ده زياته كړه چې پاكستان پيپلز پارټۍ په منطقه كښې تر ټولو زياتې چوكۍ ترلاسه كړې دي او هغه مخلوط حكومت جوړولو له نورو ګوندوننو سره مشاورت كوي۔








