17 كسيزه پارلماني پلاوې د افغانستان دوره بشپړ كولو څخه وروستو هېواد ته رارسېدلې۔

د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې 17 كسيزه پارلماني پلاوې د افغانستان درې ورځنۍ دوره بشپړ كولو څخه وروستو د ګل په ورځ هېواد ته رارسېدلې۔ پلاوي د خپلې دورې په مهال افغان حكومت او پارلماني غړو سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ د پارلماني پلاوي مشري سردار اياز صادق كوله۔ په پلاوي كښې سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق ٬ د سرحدي چارو …

د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ كښې 17 كسيزه پارلماني پلاوې د افغانستان درې ورځنۍ دوره بشپړ كولو څخه وروستو د ګل په ورځ هېواد ته رارسېدلې۔ پلاوي د خپلې دورې په مهال افغان حكومت او پارلماني غړو سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ د پارلماني پلاوي مشري سردار اياز صادق كوله۔ په پلاوي كښې سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق ٬ د سرحدي چارو او رياستونو وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ، د هاؤسنګ او تعميراتو وفاقي وزير اکرام خان درانی ، د بندر ځايونو او جهاز رانۍ وفاقي وزير سېناتور میر حاصل خان بزنجو ، د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو كمېټۍ مشر اوېس خان لغاري ٬ د پشتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزئی، د پی پی پارلماني لارښود سید نوید قمر، د اے اېن پی غلام احمد بلور، د پی ټی آئی شفقت محمود، د قامی وطن ګوند آفتاب احمد شیر پاؤ، د جماعت اسلامی صاحبزادہ طارق اللہ او فاټا څخه پارلماني لارښود غازي ګلاب جمال شامل و۔