لندن 24 ستمبر (اے پي پي) د برتانيې پارلماني غړو د خپل حكومت څخه غوښتنه كړې چې د غلي پاتې كېدو عادت پرېدې او د هند د غیر قانوني تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د قابضو هندي عسكرو د بشري حقونو خلاف ورزو مخنيوي له مرسته وكړي او برتانيه كښې د هند هائي كمشنر د برتانيې پارلمان ته په داخليدو دې بنديز ولګولے شي، د عمومي اسمبلۍ غونډي ته …
د برتانيې حکومت دې جمو او کشمیر كښې د قابضو هندي عسكرو د بشري حقونو خلاف ورزو مخنيوي له مرسته وكړي، د هند هائی کمشنر د برتانيې پارلمان ته په داخليدو دې بنديز ولګولے شي، د برتانيې پارلماني غړي

مزید خبریں
لندن 24 ستمبر (اے پي پي) د برتانيې پارلماني غړو د خپل حكومت څخه غوښتنه كړې چې د غلي پاتې كېدو عادت پرېدې او د هند د غیر قانوني تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د قابضو هندي عسكرو د بشري حقونو خلاف ورزو مخنيوي له مرسته وكړي او برتانيه كښې د هند هائي كمشنر د برتانيې پارلمان ته په داخليدو دې بنديز ولګولے شي، د عمومي اسمبلۍ غونډي ته د هندي وزيراعظم نریندر مودی خطاب په موقع بايد هغه څخه د ملګرو ملتونو د کنونشز خلاف ورزو او د هند په تسلط كښې جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو پوښتنه وكړې شي۔لیبر پارټي بریډ فورډ سره تعلق لرونكي پارلماني غړي عمران حسین د برتانيې په پارلمان كښې د هند د غیر قانونی تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په سرخط مباحثې په مهال خپله وينا كښې د برتانيې په حكومت زور راوړو چې د جبر ښكار وګړو حقونو لپاره اودريږي او سيمه كښې موجوده شخړې په دوه اړخيزه خبرو اترو حل كولو زور راوړي۔ ده په جمو او کشمیر كښې په ظلمونو په هند ټكونو كولو كښې ووئيل برتانيه او نور هېوادونه دې په دې صورتحال د غلي پاتي كېدو عادت پريږدي۔ مونږ بيا بيا دا مسئلې پورته كوو خو باوجود د دې قابضو هندي عسكرو د کشمیریانو د حقونو خلاف ورزي روانه ساتلي۔ ده ووئېل كه برتانيې او نورې نړيوالي ورورولۍ په دې صورتحال لا خاموشي اختيار كړه او د ملګرو ملتونو په قراردادونو د عملدرآمد کولو څخه انكار او د کشمیریانو هلو ځلو ته د زيان رسولو عمل داسې روان ؤ نو بيا دلته د برتانيې په پارلمان كښې د دې خبري څه مقصد پاتي نه دے۔ده ووئيل وخت راغلے چې د برتانيې حکومت او نړيواله ورورولي په دې لړ كښې كوټلي او حقیقی اقدامات باندې زور راوړي او د دې غوښتنه وكړي۔لیبر ګوند څخه تعلق لرونكي د پارلمان غړي طاهر علی ووئيل جمو او کشمیر كښې د پوځي قبضې په وجه برتانيه كښې د هند په هائی کمشنر دې د برتانيې پارلمان ته په داخليدو بنديز ولګولے شي۔ده ووئيل د كشمير په مسئله د برتانيې حکومت دې ایکشن واخلي۔ده ووئيل سږ كال فروری كښې اولډهم اېسټ او سیډل ورتھ څخه د برتانيې پارلماني غړې ډیبی ابراهامز په دې وئيلو د هند څخه ډي پورټ كړے ؤ چې د کشمیریانو سره همدردي لرونكې د برتانيې پارلمني غړي او د هند سیاستمدارو سره سره نړيوالو مبصرینو له جمو او کشمیر ته د تللو اجازه نه وركړې كيږي۔د سږ كال په پيل كښې د چین سفیر له آل پارټي پارلیمنټري ګروپ آن چائنا غونډه كښې ګډون لپاره د برتانيې پارلمان ته داخليدو اجازه نه وه وركړې شوې ۔دا اقدام د چین د اړخه د برتانيې په ځينې غړو د مزل بنديز لګولو او د سپیکر او لارډ سپیکر احتجاج له امله پورته شوے۔ده ووئيل د دې اصول له مخې برتانيه كښې تعینات د هند په هائی کمشنر دې هم د برتانيې پارلمان ته په داخليدو بنديز ولګولے شي۔آل پارټیز پارلیمنټري ګروپ آن کشمیر چیئر پرسن ډیبی ابراهامز د هند د تسلط لاندې جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزو غندنه وكړه او د آزاد کشمیر دورو په مهال عمر له په آسانيو وركولو ئې د پاكستان مننه وكړه ۔ ده ووئيل هند د خپل تسلط لاندې تر کشمیر رسنه نه ده وركړې ۔په دې موقع د برتانيې پارلمان ګڼو غړو ووئيل برتانيه كښې د پاکستان هائی کمشنر معظم احمد خان مونږ ته د هند په تسلط كښې جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزو يو ډوزیئر راليږلے كوم چې سترګي غړونكے دے۔د برتانيې د پارملان غړي سارہ اوون ووئيل د هند وزیر اعظم نریندر مودی د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خطاب کونكے دے۔په دې موقع بايد هغه څخه د ملګرو ملتونو د کنونشز به خلاف ورزو او په جمو او کشمیر كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو پوښتنه وكړې شي











