اسلام آباد ۔ 01 مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېناتور اسحاق ډار وئيلي كه محنت او جذبې سره كار روان وساتلې شي نو پاكستان به ډېر زر د اولني صف هېوادونو كښې شمېر شي۔ د ګل په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د شماريات ډويژن دوره وكړه او دغلته ئې د سر شمېرې دوهم پړاؤ په اړه د رابللې شوې غونډې مشري ئې وكړه۔ د …
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د شماريات ډويژن دوره – د سر شمېرې دوهم پړاؤ په اړه د رابللې شوې غونډې مشري ئې وكړه
اسلام آباد ۔ 01 مئی(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېناتور اسحاق ډار وئيلي كه محنت او جذبې سره كار روان وساتلې شي نو پاكستان به ډېر زر د اولني صف هېوادونو كښې شمېر شي۔ د ګل په ورځ د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د شماريات ډويژن دوره وكړه او دغلته ئې د سر شمېرې دوهم پړاؤ په اړه د رابللې شوې غونډې مشري ئې وكړه۔ د غونډې په مهال د شماريات ستر كمشنر آصف باجوه وفاقي وزير د سرشمېرې عمل پېش رفت څخه خبر كړو۔ وفاقي وير د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال هم د سرشمېرې عملې كښې د بوختې عملې ستائنه كولو سره ووئيل د فرض د ادا كولو د لارې د مزدور ورځ لمانځونكې قامونه ډېر زر پرمختګ كوي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان بیورو آف شماریات ټیم، امنيتي اهلكارو او د شمارياتو عملې د ښې جذبې او محنت ستائنه كوو۔ ده ووئيل د وړمبي پړاؤ جذبه بايد په دوهم پړاؤ كښې هم روانه وساتلې شي۔ په دې مهال دوئي ته ووئيلې شو چې 25 اپرېل څخه روان دوهم پړاؤ هم په غوره ډول جاري دے۔ آصف باجوه دوئي ته ووئيل چې د سر شمېرې عمل په مهال امنيتي ادارو او اولس زړه پورې مرسته كړې۔









